د چین د دولت د رئيس مېرمنې پنګ لي يوان د نموبر د ۱۹ مې نېټې په سهار د ټايلنډ د صدراعظم د مېرمنې ناراپونګ په ملتيا د دغه هېواد له ګالياني وادهانا موسيقۍ انسټيټيوټ څخه لېدنه وکړه.
پنګ لي يوان او ناراپونګ د دغه انسټيټيوټ د تاریخي قدامت او بهرنيو همکاریو په اړه معلومات واورېدل او د چين له نان جينګ هنري پوهنځي سره د دې انسټيټيوټ د همکاريزو اړیکو د جوړېدو له مله يې خوښي څرګنده کړه.
پنګ لي يوان همدا رنګه له ناراپونګ سره ګډ عکسونه واخيستل او د ياد انسټيټيوټ او نان جينګ هنري پوهنځي د ګډې انلاين او افلاين هنري ننداره وکتله.
نوموړې دغه انسټيټيوټ ته د ګو جنګ په نوم د چين ځانګړې موسيقۍ اله او د چيني کلتور او موسيقۍ اړوند کتابونه ډالۍ کړل او هيله يې وښوده چې زيات ټايلنډي ځوانان د چين موسیقۍ الې زده کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړيکو په پراخولو کې خدمتونه وکړي.