د مصر د بهرنيو چارو وزير او د اقليمي بدلون د مخنيوي په هکله د م.م د چوکاټي تړون د لاسليکونکو د ۲۷مې غونډې رئيس سامح شکري د نومبر په ۱۹مه نېټه ويلي: «دا چې بېلا بېلې خواوې د زیانونو د کمښت او اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د پرمختللو هېوادونو د پيسو راغونډولو په شمول د ځينو مسئلو په هکله ګډو نظريو ته نه دي رسېدلي، نو دغه غونډه په ټاکلي وخت پای ته نه ده رسېدلې.»
ټاکل شوې وه چې ياده غونډه د نومبر په ۱۸مه نېټه د مصر په شرم الشيح ښار کې پای ته رسېږي.
نوموړي له اړوندو خواوو څخه د يادو مسئلو د حل وفصل غوښتنه وکړه.
د م م سرمنشي انتو نيو ګوتريس د نومبر په ۱۷مه نېټه پر بېلا بېلو هېوادونو غږ کړی چې د اقليمي بدلون د مخنيوي په هکله واقعي اقدامات تر سره کړي او يو پر بل انتقاد ونه کړي.