د چين د انسان وړونکو فضايي چارو انجينرۍ دفتر خبر ورکړ، چې هېواد به يې ژر فضا ته د شنجو ۱۵ م نمبر په نوم يوه انسان وړونکې بېړۍ وتوغوي.
د معلوماتو له مخې، شنجو ۱۵م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د نومبر په ۲۱ مه نېټه له يو توغونکي راکټ سره يوځای د توغولو ځای ته ليږدول شوې او د توغولو لپاره به يې يولړ ازموينې ترسره شي.