د اټومي انرژۍ نړیوالې ايجنسۍ عمومي مدير له روسيې او اوکراين څخه بيا ليدنه کوي
CMG2022/11/21 11:15:57
شريکول:

د روسيې تاس خبري اژانس د نومبر په ۲۰مې نېټې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د عمومي مدير رافایل ګروسي په قول خبر ورکړی، چې هغه له روسيې او اوکراين څخه د بيا ليدنې پلان لري او موخه يې دا ده، چې د زاپورژيا اټومي بټۍ امنيت تضمين کړي.

خبر وايي، د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي د زاپورژيا اټومي بټۍ پر څېړنو او ارزونو بوخته ده او غواړي مالومه کړي، چې د نومبر په ۱۹مې او ۲۰مې نېټو بريدونو دغې بټۍ ته کوم زيانونه رسولي دي.