شيې جن هوا: پرمختللي هېوادونه بايد له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره نورې پانګې برابرې کړي
CMG2022/11/21 11:38:45
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ خاص استازي او د اقليمي بدلون په چارو کې د چين ځانګړي استازي شيې جن هوا، چې اوسمهال د اقليمي بدلون په هکله د ملګرو ملتونو د چوکاټي تړون د لاسليکونکو په ۲۷مې غونډې (COP27) کې ګډون لري، د نومبر په ۱۹مې نېټې د چین د پلاوي په دفتر کې مطبوعاتي ناسته تر سره کړې ده.

نوموړي په دغې ناستې کې د زيانونو او تاوانونو په اړه د پانګو د ترتيباتو په اړه د چین دريځ څرګند کړی دی. د هغه په وينا، کوپ ۲۷ (COP27) په لومړي ځل د زيانونو او تاوانونو په اړه د پانګې ترتيباتو ته د غونډې په اجنډا کې ځای ورکړی او د پرمختيايي هېوادونو انديښنو ته يې ځواب ویلی دی.

شيې جن هوا په خپلو خبرو کې پاريس تړون ته اشاره کړې او ويلي دي، پرمختللي هېوادونه مسئوليت لري، چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې، تطابق او د زيانونو او تاوانونو په اړه پانګې برابرې کړي او پرمختيايي هېوادونه بيا په خپلې خوښې پانګې برابرولی شي.

نوموړي زياته کړې، چې د زیانونو او تاوانونو په اړه پانګې اخيستونکي پرمختيايي هېوادونه دي، خو د دغو پانګو اندازه محدوده ده، نو باید لومړی د اقليمي بدلون پر وړاندې تر ټولو کمزورو او اړمنو هېوادونو ته ورکړل شي.