د امريکا په کولوراډو ايالت کې د ‌ډزو پېښه شوې
CMG2022/11/21 11:30:14
شريکول:

د امريکا د کولوراډو ايالت د سپرينس ښار د پوليسو مشر ادريان بسکس د نومبر د ۲۰مې نېټې په سهار رسنيو ته ويلي، چې د روانې مياشتې د ۱۹مې نېټې په شپه د دې ښار په یوه کلب کې د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او ۱۸ نور تنه ټپيان دي.

پوليسو بريدګر ۲۲ کلن ځوان ښودلی او ويلي یې دي، چې هغه کلب ته د ننوتلو پر مهال پر خلکو ناڅاپي ډزې کړې دي.

شمېرې ښيي، سږکال په امريکا کې د ډزو څه باندې ۶۰۰ پېښې شوي، چې په هرې پېښې کې په منځني ډول ۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې او په ټوليز ډ‌ول ۳۹ زره کسان پکې وژل شوي دي.