د چين او جامايکا د رسمي اړيکو د جوړېدو ۵۰ مه کليزه
CMG2022/11/21 15:43:47
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ او د جامايکا عمومي والي پټريک لينتون الين د نومبر په ۲۱ مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړیکو د جوړېدو د ۵۰ مې کليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې چين او جامايکا د خپلمنځي سیاسي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰ کلونو په درشل کې متقابل سياسي اعتماد او همکارۍ پیاوړې کړي او د خلکو دوستي يې ورځ تر بلې په ژورېدو بللې ده.

نوموړي هيله ښودلې، چې د جامايکا له عمومي والي لینتو الين سره  د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د جوړېدو ۵۰ مه کليزه د اړيکو نوی فرصت وبولي، خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي، د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ ته باکيفيته پرمختګ ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې نورې هم پياوړې کړي.

پټريک لينتون الين په خپل پيغام کې د جامايکا او چين ترمنځ همکارۍ د خوښې وړ بللي او ويلي يې دي، چې هېواد به يې له چين سره ګډې همکارۍ تقويه کړي او خپلمنځي ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې به ورسره نورې هم پراخې کړي.


  .