شي جين پینګ د ملګرو ملتونو او چين د فضا د څېړنې او نوښت د نړيوالو همکاريزو اړيکو سیمينار ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2022/11/21 17:33:06
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۱ مه نېټه د ملګرو ملتونو او چين د فضا د څېړنې او نوښت د نړيوالو همکاريزو اړيکو سیمينار ته د مبارکۍ پيغام واستاوه. 

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ليکلي، چين په دې وروستيو کلونو کې د فضا د څېړنې لپاره ډېر کارونه کړي، سپوږمۍ، مريخ او لمر ته يې اکتشافي دستګاوې استولې او د خپل فضايي سټېشن د بشپړولو په هڅه کې دی، څو د لرې فضا په اړه زيات معلومات ترلاسه کړي او  انسانانو ته زياتې ګټې ورسوي. چين غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره په ګډې همکارۍ فضا وڅېړي، له فضا څخه سوله ییزه استفاده وکړي او له فضايي تخنيکونو څخه په ګټې اخيستنې د بېلابېلو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

د ملګرو ملتونو او چين د فضا د څېړنې او نوښت د نړيوالو همکاريزو اړيکو سیمينار په همدې ورځ د چين د های نان ولایت په های کو ښار کې پرانيستل شو.