چین د اسیا او ارام سمندر سیمې د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره مسئولانه رویه ښکاره کړې
CMG2022/11/21 15:05:26
شريکول:

د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان یانې ایپيک(APEC) د مشرانو ۲۹مه غیر رسمي غونډه د نومبر په ۱۹مه نېټه په تایلند کې پای ته ورسېده. د چین د دولت ريئس  شي جين پينګ په دې غونډه کې د اسیا او ارام سمندر سیمې د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو، د سیمه ییز اقتصاد د یو ځای کېدو په اړه یو لړ مهم وړاندیزونه وکړل او د بېلابېلو لوریو لخوا یې ملاتړ وشو. په دې غونډه کې د ایپیک د مشرانو اعلامیه او د بیولوژیکي دوران زرغون اقتصاد په اړه د بنکاک موخې په نوم سند تصویب شول.

ایپيک د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي همکارۍ تر ټولو مهم ډګر دی. اوس د نړیوال اقتصاد پر وړاندې ډېرې ستونزې شته، د دې سیمې د همکارۍ او پرمختګ حالت هم تر ډېرې اندازې د نړیوال اقتصاد پر زياتوالي اغېزه کوي. یاده غونډه د پرانیستې، پيوستون او برابرۍ تر عنوان لاندې تر سره شوه او د اسیا او ارام سمندر سیمې ګډ غږ يې څرګند کړ.

چین د ایپيک سازمان مهم غړی دی. رییس شي جين پينګ له ۲۰۱۳م کال راهیسې څو ځلې د ایپیک سازمان په ناستو کې د اسیا او ارام سمندر سیمې د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې نظریې په ډاګه کړې. هغه په یاده غونډه کې وغوښتل چې د ګډ برخلیک یوه داسې ټولنه جوړه کړي چې پکې سوله او ثبات، ګډه سمسورتیا، پاک او ښکلی چاپېریال ولري او غړي يې یو له بل سره مرستې وکړي.

د ایپيک د صنایعو او سوداګرۍ د مشورتي شورا د سکريتريت اجرايوي مشر انټونیو بشلیو وویل، د اسیا او ارام سمندر سیمې د ګډ برخلیک ټولنې له جوړونې څخه د سولې او همکارۍ د عملي کولو په اړه د سیمې د خلکو ګډه هیله ښکاري او د دې سیمې د همکارۍ سم لوري د ساتلو لپاره ګټوره ده.

د ایپیک سازمان د جوړېدو اصلي موخه د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصاد پرانیستې او همکارۍ هڅول دي. چین په دې بهیر کې ډېرې ځیرکتیاوې او اغېزناک وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

ريئس شي جین پينګ په یاده غونډه کې په اشارې سره وویل، چې ازادې او پرانیستې سوداګرۍ او پانګونې د اسیا او ارام سمندر د پرمختګ په اړه د ۲۰۴۰م کال موخې د عملي کولو مهمه لار ده. چین مخکې وړاندیز کړی و چې د اسیا او ارام سمندر سیمې هراړخیزه او لوړې کچې ازادې سوداګریزې سیمې دې ژر جوړې شي او پر دې يې ټينګار کړی چې د چین د ورخلاصون او پرانیستې تګلارې به دوام ولري.

ريئس شي جین پينګ څو ورځې مخکې د شلو لویو صنعتي هېوادونو ډلې د ۱۷مې سرمشریزې غونډې په ترڅ کې د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو سره وکتل او دواړو خواوو د هراړخیزو ستراتیژيکو همکاریو اړیکو د راتلونکو ۵ کالو عملي پلان لاسلیک کړ. ريئس شي جين پينګ ور پسې په تایلند کې د ایپيک سازمان د مشرانو د غیررسمي غونډې په بهیر او تایلند ته د رسمي سفر په وخت کې د دغه هېواد له رهبر سره په ګډه اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه به د ګډ برخلیک یوه ثابته، سمسوره او دوامداره ټولنه جوړه کړي.

شنونکو دې ته اشاره وکړه، چې د چین او اندونیزیا، د چین او تایلند ترمنځ د ګډ برخلیک ټولنې له جوړولو څخه د دوه اړخیزو اړیکو لوړه کچه ښکاري، او هم به د اسیا او ارام سمندر سیمې او حتی د ټولو انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره نمونوي رول ولوبوي او په دې سره به د سیمې او نړۍ د سوله ييز پرمختګ هڅوونکې پیلامه شي.

د چین پرمختګ له اسیا او ارام سمندر سره نږدې اړیکې لري او د اسیا او ارام سمندر سیمې سمسورتیا هم له چین پرته نه ترسره کېږي. د ايپيک سازمان په دغه غونډه کې د ريئس شي جين پينګ له مهمې وینا بیا دا ښکاري، چې مخ په عصري او پياوړی کېدونکی چین به هرومرو د اسیا او ارام سمندر سیمې او نړۍ ته لا زیات نوي فرصتونه برابر کړي.