د چين او جنوبي اسيا ۶م نندارتون او د چين د کون مينګ د وارداتو او صادراتو د ٢۶ مې دورې غونډې د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د تړونونو لاسليک مراسم د نومبر په ۲۰مې نېټې په کون مينګ ښار کې تر سره شول.
په يادو مراسمو کې د ۱۶۹ پروژو تړونونه لاسليک شوي، چې د پانګونې عمومي ارزښت يې له ۴۰۰ ميليارډو يوانو څخه اوښتی دی.
د معلوماتو له مخې، ياد لاسليک شوي تړونونه د يون نان ولايت په ۱۲ مهمو صنعتي چارو پورې اړه لري، چې پکې د زرغونې انرژۍ ۳۹ پروژې، د لوړې ۲۹ ځانګړي کرنيزې پروژې، د سيلانۍ او کلتور ۱۵ پروژې، د پرمختللو توليدي چارو ۱۴ پروژې، د نويو موادو ۲۱ پروژې او د بيولوژيکي درملو ۶ پروژې شاملې دي.
د يادو پروژو زياتره پانګوال د چين له يانګ ځه سيند او جو جيانګ سيند د دلتا سيمو او د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو لويې سيمې څخه راغلي دي.