شي جين پينګ د قزاقستان د ولسمشر په توګه د توکايف د ټاکل کېدو په پار هغه ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2022/11/21 17:31:31
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۱ مه نېټه د قزاقستان د ولسمشر په توګه د قاسم جومارت توقايف د ټاکل کېدو په پار هغه ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په دې پيغام کې وويل، د قزاقستان د ولسمشر په توګه ستاسې ټاکنه پر تاسو د قزاقستانيانو د باور او له تاسو د هغوی د ملاتړ ښکارندويي کوي. زه د چين او قزاقستان د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له تاسو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د جوړېدو ۳۰ مه کليزه د يوه نوي فرصت په توګه وګڼم او ورڅخه په ګټې اخيستنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دايمي او هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړم، د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه په ګډه جوړه کړم او دواړو هېوادونو او خلکو ته ګټې ورسوم.