د کيوبا کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لومړی منشي او د دولت رئيس به له چين څخه ليدنه وکړي
CMG2022/11/21 11:28:21
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د نومبر په ۲۱مه نېټه اعلان وکړ، چې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه، د کيوبا کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لومړی منشي او د دولت رئيس ميګول دياز کانېل برموديز به د نومبر له ۲۴مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي.

(مينه)