کوپ ۲۷ د زيانونو او تاوانونو فنډ جوړ کړ
CMG2022/11/21 11:35:54
شريکول:

د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو ۲۷مه غونډه(COP27) د نومبر د ۲۰مې نېټې په سهار د مصر په شرم الشيخ کې پای ته ورسېده. دغې غونډې د اقليمي بدلون چوکاټي تړون، د کيوتو پروټوکول او د پاريس تړون د پلي کولو او اداري چارو په اړه لسګونه پرېکړه ليکونه تصويب کړي، چې د زيانونو او تاوانونو فنډ جوړونه يې يو مهم پرمختګ بلل شوی دی.

په دغه غونډه کې د چيني پلاوي مشر او د چين د ايکلوژيکي چاپيريال مرستيال وزير جاو ينګ مين د دې غونډې تصويب شوی لومړی پرېکړه ليک يوه سياسي لاسته راوړنه بللې او ويلي يې دي، چې په دغه پرېکړه ليک کې د څو اړخيزم پر بیا تاکيد او د اقليمي بحران پر بيړني حل ټينګار شوی او له اقليمي بدلون سره په مقابله کې د مختلو خواوو مثبته اراده او عملي ترتيبات انعکاس شوي دي.

نوموړي ويلي، چې دغې غونډې له اقليمي بدلون سره د تطابق، د پانګو برابرولو او د زيانونو او تاوانونو په شمول د پرمختيايي هېوادونو د پام وړ مسئلو کې مرحله ييز پرمختګونه موندلي، چې د زيانونو او تاوانونو فنډ جوړېدل يې يو ځلاند ټکی بلل کيږي.

(مينه)