بهرنيو هېوادونو ته د شي جين پينګ تازه سفر د چين په اړه د نړۍ پوهاوی زياتوي
CMG2022/11/21 17:42:42
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د نومبر په ۲۱ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د جي شل د مشرانو په ۱۷ مه سرمشريزه، د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو په  ۲۹ مه غير رسمي غونډه کې ګډون کړی و او له ټايلنډ څخه تر لېدنې وروسته بېجينګ ته راستون شو. ماو نينګ دغه سفر د چين د کمونېست ګوند له شلم ملي کانګرېس وروسته يو بريالی او ارزښتناک سفر بللی او ويلي يې دي چې دغه سفر د چين په اړه د نړۍ پوهاوی زياتوي. 

ماو نينګ وويل، رئيس شي جين پينګ د روان سفر پر مهال د بېلابېلو ننګونو د لرې کولو په اړه د چين دریځ بيان کړی او له بېلابېلو هېوادونو څخه يې غښتي چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره دې ولري او ټولشموله، پراخ، قوي او ګټور نړيوال پرمختګ دې وهڅوي. نوموړي وړانديز کړی، چې د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره دې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي او د نړۍ د غلودانو د خوندېتوب لپاره ګډې همکارۍ وکړي. نوموړي څرګنده کړې چې چين په جي شل ډله کې د افريقايي ټولنې له ګډون څخه ملاتړ کوي. همدارنګه هغه د اسيا او ارام سمندر د همکاريو د پياوړتيا لپاره هم شپږ فقره ييز وړانديز کړی دی. 

همدارنګه ماو نينګ زياته کړه،  چې چين د پېچلو نړيوالو حالاتو پر وړاندې د يووالي او همکارۍ غوښتنه کړې چې د جي شل د سرمشريزې او د اېپيک غونډې د بريالي ترسره کېدو لپاره يې رغنده رول لوبولی دی.