په قزاقستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شوې
CMG2022/11/21 10:57:07
شريکول:

د قزاقستان ولسمشريزې ټاکنې د نومبر په ۲۰مه نېټه تر سره شوې، چې د دغه هېواد د اوسني ولسمشر قاسم جومارت توکايف په شمول ۶ نوماندان پکې سيالي کوي.

د قزاقستان د ټاکنو مرکزي کميسيون ويلي، چې د هېواد شاوخوا ۱۱ میليونه او ۹۵۰ زرو کسانو په ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون په پار د رايو کارتونه اخيستي او دغه کميسيون په هېواد دننه او بهر څه باندې لس زره د رايګرۍ سټېشنونه جوړ کړي دي.

د قزاقستان خلکو د نومبر په ۲۰مې نېټې د سهار له ۷ بجو څخه د شپې تر ۸ بجو پورې د دې هيواد د نوي مشر د ټاکلو په پار رايې کارولي دي.

د قزاقستان اوسني ولسمشر توکايف په استانا ښار کې له رايې کارونې وروسته رسنيو ته ويلي، چې هغه به د هېواد په سیاسي او اقتصادي برخو کې پياوړي اصلاحات راولي او پر هر اړخيزې ډيپلوماتيکې پاليسۍ به ټينګار وکړي.