د ترکيې دفاع وزارت: ځواکونو يې په عراق او سوریې کې ۸۹ هدفونه په نښه کړي
CMG2022/11/21 10:21:20
شريکول:

 د ترکيې دفاع وزارت د نومبر په ۲۰مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې د عراق په شمال او د سوريې په شمال کې د (( کلاو تلوار)) په نوم پوځي عمليات په برياليتوب تر سره کړي او د ترهګرانو د مورچو، سمڅو، د وسلو ذيرمتون، روزونکي کمپ او مقر په شمول ۸۹ هدفونه يې له منځه وړي دي.

اعلاميه وايي، چې د ترکيې هوايي ځواکونو په دغو عملياتو کې د قوماندانو په شمول زيات شمېر ترهګران وژلي او الوتکې يې له بمباريو وروسته خوندي ستنې شوې دي.

د ترکيې دفاع وزارت د روانې مياشتې د ۲۰مې نېټې سهار وختي په اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې د سوريې په شمال او د عراق په شمال کې د (( کلاو تلوار)) په نوم پوځي عمليات ترسره کړي او د کردستان د کارګرو ګوند د وسله والو پر پټنځايونو يې هوايي بريدونه کړي دي.

 (مينه)