د قطر د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړيوال جام د نومبر په ۲۰مه په رسمي توګه پرانيستل شو او دا په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې دغه جام د کرې په شمالي برخې کې د ژمي په موسم کې تر سره کېږي.
د فوټبال د سږني نړيوال جام د پرانیستونکو مراسمو عمومي ډيزاينر مارکو باليچ د څو دورو اولمپيک لوبو د پرانيستلو او پای مراسمو په ډيزاين کې ګډون کړی دی.
نوموړي رسنيو ته ويلي، چې د فوټبال د روان نړيوال جام د پرانيستونکو مراسم معيارونه د اولمپيک لوبو د تېرو پرانیستونکو مراسمو له معيارونو څخه اقتباس شوي او بې سارې اغېزه لري.