چين: COP27 نړۍ ته مثبت سیګنل ورکړی
CMG2022/11/22 10:55:06
شريکول:

د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو چوکاټي تړون د لاسليکوونکو هېوادونو ۲۷مه غونډه  (COP27) د نومبر په ۲۰مې نېټې د مصر په شرم الشیخ کې پای ته ورسید. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ په يوې نوبتي خبري ناستې کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو د یادې غونډې ګډونوال نسبتاً متوازنې پايلې ته رسېدلي او نړۍ ته يې د څو اړخيزتوب د ټينګښت او د اقليمي بدلون په اثر له ننګونو سره د مقابلې په پار د ګډو کوښښونو د پياوړتيا مثبت سيګنل  ورکړی دی.

ماو نينګ ويلي، چين دغې غونډې ته ډېر اهميت ورکوي او د مصر د حکومت ستاينه يې کړې، چې ياده غونډه يې په برياليتوب ترسره کړی دی.

د اقليمي بدلون په برخه کې د چين ځانګړي استازي شيې جن هوا د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د خاص استازي په توګه په دغه غونډه کې ګډون کړی و او له نږدې يې د ټولو خواوو همغږي کوله. ماونينګ زياته کړې، چين د پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو ټينګه ساتنه کوي او د دغې غونډې د مثبتو پايلو په بسته کې يې مهمې چارې او مرستې کړې دي.

ماونينګ ويلي، چين به په راتلونکې کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په نړيوالو چارو کې فعال ګډون ولري، د نړيوالو اقليمي چارو لپاره به د يو عادلانه، معقول، همکاريز او ګټونکي سيسټم جوړولو ته دوام ورکړي او د انسانانو او طبيعت د ګډ ژوند ټولنې د جوړولو لپاره به کوښښونه وکړي.

(ژباړه: شکريه)