په اندونيزيا کې زلزلې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې
CMG2022/11/22 11:11:44
شريکول:

د اندونيزیا په جووا بارت ايالت کې پر ځايي وخت د نومبر په ۲۱مې نېټې د ريکټر په کچې ۵.۵  درجې زلزله شوې، چې له امله يې ۱۶۲ تنه وژل شوي او څو سوه کسان نور ټپيان شوي دي.

راپورونه وايي، چې د يادې زلزلې له امله د سیمې څه باندې ۱۰ زره کسان بې ځايه شوي هم دي.

ځمکپېژندونکو د دغې زلزلې سرچېنه د اندونيزيا د پلازمېنې جاکارتا جنوب لوېديځ ته په ۷۵ کيلومترۍ  کې د جووا بارت ايالت سیانجور سيمه ښودلې ده.

د جووا بارت ايالت د والي په قول، په يادې زلزلې کې زياتره مړه شوي ماشومان دي.

د اندونيزيا د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د يادې زلزلې له امله څه دپاسه ۷۰۰ تنه ټپيان شوي دي.

يادې ادارې ويلي، چې زلزله ځپلو سیمو ته يې ژغورونکي ډلې ليږلي او ډېر ژر به په ژغورونکو کارونو پيل وکړي.

)سپوږمۍ(