په کابل کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي
CMG2022/11/22 10:57:16
شريکول:

د کابل ښار په څلورمې حوزې کې د نومبر په ۲۱مه نېټه چاودنه شوې، چې له امله يې دوه کسان وژل شوي دي.

 د کابل د پوليسو وياند خالد ځدراڼ خبري رسنيو ته ويلي، چې چاودنه په يوه موټر کې شوې، چې لږ تر لږه دوه کسان یې وژلي دي.

نوموړي ويلي، سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او د پېښې په اړه يې پلټنې پېل کړې دي.

(ژباړه: شکريه)