ګوټرېش: پرمختللي هېوادونه بايد خپلې کړې ژمنې پوره کړي
CMG2022/11/22 15:15:20
شريکول:

 د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو ۲۷م کنفرانس (COP27) د نومبر په شلمې نېټې د مصر په شرم الشیخ کې پای ته ورسېد.

دغه کنفرانس د ترسره کېدو له ټاکلي وخت ۳۶ ساعته زيات وخت نیولی او لسګونه پرېکړه لیکونه پکې تصویب شوي، چې تر ټولو د پاملرنې وړ يې د زيانونو او تاوانونو فنډ جوړېدل دي، چې له مخې به يې د اقليمي بدلون په اثر زيانمنو او کمزورو پرمختيايي هېوادونو ته مرستې برابرې شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش په یوې بیانیې کې د کوپ ۲۷ کنفرانس د عدالت په خوا د تګ یو مهم ګام بللی دی.

نوموړي ويلي، چې سږ کال د اقليمي بدلون په برخه کې د ملګرو ملتونو د چوکاټي تړون د لاسليکېدو له ۳۰مې کليزې سره برابر دی او د پاریس تړون د تطبیق د قواعدو د رامنځته کېدو لومړی کال دی، خو انسانان لا هم د اقلیمي بدلون له مخ په سختېدونکو ننګونو سره مخ دي.

تاريخ ته په کتو، د اقلیمي بدلون اوسنی نړيوال حالت په عمده توګه د پرمختللو هیوادونو له امله رامنځته شوی، مګر زياتره زیانونه يې د پرمختيايي هېوادونو پر غاړه دي او دا له عدالت لرې چاره ده. نو په داسې حال کې پرمختللي هېوادونه په سخت فشار له پرمختيايي هېوادونو سره د زیانونو او تاوانونو صندوق د جوړولو هوکړې ته رسېدلي دي.

چين د اقليمي چارو فعال عمل کوونکی دی.

 له۲۰۱۲م کال تر ۲۰۲۱م کال پورې، د چين د اقتصادي زياتوالي منځنی کلنی انډول ۶.۵ سلنې ته رسېدلی، خو په همدې مودې کې يې د انرژۍ د مصرفي اندازې منځنۍ کلنۍ وده يوازې ۳ سلنه وه. په۲۰۲۱م کال کې د چين  د کورني تولید د عمومي ارزښت په هر واحد کې د کاربن ډای اکسايد د ايستلو اندازه د ۲۰۱۲م کال  په پرتله ۳۴.۴ سلنه کمه شوې وه او  د همدې مودې پر مهال يې د بيا کاروونکې انرژۍ په چارو کې د دغه هېواد د پانګونې عمومي حجم  ۳۸۰ ميليارډو ډالرو ته رسېدلی و، چې په نړيواله کچه يې لومړی ځای خپل کړی دی.

" زمونږ ځمکنۍ کره لا هم په بېړنۍ خونې کې ده."

د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوټریش دغه خبره د ژور فکر وړ ده. د ستونزو کليدي حل دا دی، چې پرمختللي هېوادونه بايد خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

(ژباړه: شکريه)