د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د نومبر په ۲۰مې نېټې پر خپلې ويبپاڼې د يادې ايجنسۍ د عمومي مدير رافايل ګروسي په قول ويلي، چې د روانې میاشتې د ۱۹مې نېټې په ماښام او د ۲۰مې نېټې په سهار، د زاپورژیا اټومي بټۍ شاوخوا سیمو کې زورورې چاودنې شوې دي.
نوموړي ويلي، چې هيچا ته دا د منلو وړ نه ده، چې د زاپورژيا په څېر لویې اټومي بټۍ کې چاودنې وشي او څوک چې د دغسې پیښې تر شا ولاړ وي، باید خپلې کړنې پای ته ورسوي.
ګروسي پر اوکراین او روسیې غږ کړی، چې ژر دې د زاپورژيا اټومي بټۍ په شاوخوا کې د اټومي خوندیتوب د سيمې د جوړولو په اړه سلا مشورې پیل کړي او یوې موافقې ته دې ورسیږي.
د روسيې تاس خبري اژانس د نومبر په ۲۰مې نېټې د روسيې د اټومي انرژۍ شرکت په قول ويلي وو، چې اوکرايني ځواکونو په همدې نېټې لږ تر لږه ۱۵ ځلې د زاپوروژيا اټومي بټۍ ته پر نږدې سيمو توغندي ویشتلي دي.
(ژباړه: شکريه)