توکایف د قزاقستان د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلي
CMG2022/11/22 11:30:34
شريکول:

د قزاقستان د ټاکنو مرکزي کميسون د نومبر په ۲۱مې نېټې د دې هېواد د ولسمشريزو ټاکنو د رايې شمېرنې لومړنۍ پايلې اعلان کړي، چې له مخې يې د دې هېواد اوسنی ولسمشر قاسم جومارت توکایف د 81.31سلنه رایو په ترلاسه کولو سره ټاکنې ګټلې دي.

په قزاقستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه تر سره شوې او د توکايف په ګډون ۶ تنو کانديدانو پکې سیالي کوله.

د قزاقستان ولسمشريزو ټاکنو ته 11.95 ميليونو خلکو نومليکنه کړې وه او په ټاکنو کې بیا 69.44 سلنه خلکو برخه اخيستې وه.

قاسم جومارت توکایف د قزاقستان په ولسمشريزو ټاکنو کې له 6.45ميليونو زياتې رايې خپلې کړي، چې د ټولو رايو 81.31 سلنه جوړوي.