د ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه او د چین او افغانستان ښه راتلونکی ګډه ابادي
CMG2022/11/22 15:43:57
شريکول:

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو د نومبر په ۲۰مه نېټه له افغانستانه په خپرېدونکې ورځپاڼه (Heart of Asia)کې (له نړيوالو ننګونو سره د ګډې مبارزې او د چین او افغانستان ښه راتلونکی د ګډې ابادۍ) تر عنوان لاندې یوه لیکنه خپره کړې ده.

هغه په دغه لیکنه کې لیکلي، چې د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په ۱۵مه نېټه د شلو لویو صنعتي هېوادونو (G20) په ۱۷مه سرمشریزه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ، چې اوس په نړۍ کې بې ساري لوی بدلونونه رامنځته شوي، نړیوال باید د بېلتون، تقابل او ګوښه کولو پر ځای سوله، پرمختګ او همکارۍ غوره کړي. اوسمهال کرونا وبا لا هم خپرېږي، نړیوال اقتصاد ډېر کمزوری دی، د سیمې سیاسي وضعیت، د غلو دانو او انرژۍ بحران مخ په سختېدو دی. رئیس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د ټولشموله، پراخ ګټور او له ننګونې سره د مقابله کوونکي نړیوال پرمختګ وړاندیز وکړ، نه یوازې د G20 ډلې په منځ کې د یووالي او همکارۍ د پياوړتیا او د اقتصادي تګلارو د همغږۍ لپاره يې لوری روښانه کړي، بلکې د چین او افغانستان په شمول د ګڼ شمېر پرمختیايي هېوادونو لخوا د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره ګډې موافقې او حیاتي ځواک يې راخپل کړی دی.

په لیکنه کې راغلي، چین به د ټولشموله نړیوال پرمختګ په زمینه کې له افغانستان سره همکارۍ ترسره کړي.

رئیس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې په یووالي ځواکونه پيدا کوو، خو بېلتون به هرومرو ناکامېږي. انسانان چې ګډ برخلیک شريکوي، د کرونا وبا او اقتصادي کمزورتيا په شمول د ننګونو پر وړاندې باید په ګډه مبارزه وکړي. د چین او افغانستان ترمنځ عنعنوي دوستي له زر کاله زیات وخت ته رسوي. چین تل د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت او د خاورې بشپړتیا درناوی کوي. چین هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې. دواړه هېوادونه دې د حکومتولۍ په برخه کې تبادلې پياوړې کړي، د اقتصاد او سوداګرۍ، کرنیزو چارو، انرژۍ، کاني توکو او تعلیم په شمول ځینو ساحو کې دې خپلمنځي عملي همکارۍ پياوړې کړي.

په دغه لیکنه کې راغلي، چین به د پراخ ګټور نړیوال پرمختګ په بهیر کې له افغانستان سره دوامدارې مرستې وکړي.

رئیس شي جين پينګ ویلي، چې د بېلابېلو هېوادونو ګډ پرمختګ رښتینی پرمختګ دی. چین د یو لوی هېواد په توګه له اوږدې مودې راهیسې د نړیوال پرمختګ د نابرابرۍ مسئلې ته جدي پاملرنه کړې او د افغانستان په شمول له ګڼ شمېر پرمختیايي هېوادونو سره يې ډېرې مرستې کړې دي. چین به په دوامداره توګه افغانانو ته د مرستې لاس اوږد کړي او د غلو دانو، د ژمي ګرمو توکو، د کرونا وبا ضد واکسین او طبي تجهیزاتو په شمول بشردوستانه مرستې به ورته ولېږي.

په دغه لیکنه کې راغلي، چین به له ننګونو سره د مقابلې کوونکي نړیوال پرمختګ په حال کې د افغانستان له بیا سمسورتیا سره مرسته وکړي.

رئیس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې ښه ګاونډيتوب د یو هېواد لپاره ستر اهمیت لري. چین له تېر کال راهیسې د افغانستان مسئلې د همغږۍ څو اغېزناک میکانیزمونه جوړ او ترسره کړي او له سیمې سره د افغانستان د ګډ ثابت پرمختګ لپاره يې لارښوونکی رول لوبولی دی. مثلاً د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د همغږۍ او همکارۍ میکانیزم د افغانستان وضعیت د ښه کېدو لپاره رغنده رول لوبولی دی. چین غواړي په راتلونکي کې د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز په رڼا کې له افغانستان سره ستراتيژيکې همکارۍ وکړي او افغانانو ته به رښتينې ګټې ورسوي.

په دغه لیکنه کې زیاته شوې، چین چې مخ په عصري کېدو دی، نړۍ ته به خامخا نور زیات ګټور فرصتونه برابر کړي.