د چین دفاع وزير له امريکايي سیال سره خبرې کړي
CMG2022/11/22 16:22:50
شريکول:

 د چين دفاع وزير وې فنګ هه د اسيان د دفاع وزيرانو په ۹مې غونډې کې د ګډون په موخه کم بوډيا ته تللی او د نومبر په ۲۲مه نېټه يې د امریکا د دفاع وزير لويډ استين سره کتلي او په يو لړ مسئلو يې ورسره خبرې کړې دي.

وې فنګ هه خپل امريکايي سیال ته د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په اړه معلومات ورکړي  او ورپسې يې د چين او امريکې د مشرانو لېدنې ته اشاره کړې او ويلي يې دي، د چین د دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر جو بايډن د شلو صنعتي هېوادونو د ۱۷مې سرمشريزې په څنډې کې سره ليدلي او  يو لړ مهمې موافقې يې کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لپاره يې لاره روښانه کړې ده.

وې فنګ هه ويلي، چې د چين او امریکا د اړيکو د اوسني وضعيت مسئوليت د چين پر غاړه نه، بلکې د امریکا پر غاړه دی.

نوموړي ويلي، چين د دواړو هېوادونو او ځواکونو ترمنځ‌ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوي، خو امریکا بايد د چين مرکزي ګټې په پام کې ونیسې او درناوی باید ورته ولري.

نوموړي زياته کړې، چې امريکا باید خپلې ژمنې پوره او د دواړو هېوادونو د مشرانو موافقې پلي کړي او خپلمنځي اړيکو ته باید سالم او ثابت پرمخنګ ورکړي.

وې فنګ هه د تايوان مسئله د چین په مرکزي ګټو پسې تړلې بللې او ويلي یې دي، چې تایوان له چين یوه نه بېلېدونکې برخه ده، چارې يې کورنۍ او هیڅ بهرنی ځواک پکې د لاسوهنې حق نه لري.

نوموړي باور ښودلی، چې د چين پوځ دا توان لري، چې د هېواد د خاورو بشپړتيا او د خلکو يووالی وساتي. 

دواړه خواوې په يادو خبرو اترو کې هوکړې ته رسیدلي، چې ځواکونه يې باید د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې پلي کړي، خپلمنځي تماس باید وساتي او کړکيچونه باید کنټرول او سيمه ييز امنيت او ثبات باید وساتي.

دواړو خواوو د نړیوال او سيمه ييز وضعيت، د اوکراين بحران، د جنوبي سمندر مسئلې او د کوريا ټاپووزمې مسئلې په اړه هم د نظريو تبادلې کړې دي.