بېجينګ: چين ته د ديارکانس سفر به د چين او کيوبا د اړيکو پرمختګ ته نوی خوځښت ورکړي
CMG2022/11/22 10:52:49
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ٢١مې نېټې په يوې عادي خبري غونډې کې ويلي، چې د کيوبا د دولت رئيس ديار کانس به د لاتينې امريکا او کارابين سیمې لومړی مشر وي، چې د چين د کمونېست ګوند له شلم ملي کانګرېس وروسته دغه هېواد ته سفر کوي.

ماو نينګ باور ښودلی، چې بېجينګ ته د رئيس ديارکانس سفر به د چين او کيوبا اړيکو، دوديزه دوستي او دوستانه همکارۍ ته خوځښت راولي او پرمختګ به ومومي.

ماو نينګ په اشارې ويلي، چې کيوبا د لاتينې امريکا او کارابين سيمې لومړی هېواد دی، چې له نوي چين سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي، چين او کيوبا ښه دوستان، ملګري او وروڼه هېوادونه دي.

نوموړې زياته کړې، چين او کيوبا په تېرو ۶۲ کلونو کې د دواړو هيوادونو د خپل ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د جوړولو په پار ګډې هڅې کړي، د اصلي ګټو د ساتنې په برخه کې يې يو له بل ملاتړ کړی او د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه يې نږدې همکارۍ کړې دي.

ماونينګ د چين او کيوبا ترمنځ همکارۍ د سوسیالیستي هیوادونو د پیوستون او د پرمختيايي هیوادونو د صادقانه متقابلو مرستو یوه بېلګه بللې ده.

(ژباړه: شکريه)