چين له اندونيزيا سره بېړنۍ مرستې کوي
CMG2022/11/23 11:53:48
شريکول:

د چين د نړيوالو پرمختيايي همکاريو ادارې وياند شو وي د نومبر په ٢٢مه نېټه ويلي، چې هېواد يې په اندونيزيا کېد زلزلې له امله د رامنځته شويو سختو ځاني او مالي زيانونو ته ډېره پاملرنه کوي

نوموړي ويلي، چې د چين چارواکي له اندونيزيايي چارواکو سره په اړيکه دي او د زلزله ځپلو سیمو حالات څاري.

د شو وي په وينا، چين به ډېر ژر د اندونیزیا له زلزله ځپلو وګړو سره بېړنۍ مرستې وکړي او هم به د زلزله ځپلو سيمو د بیا ابادۍ په برخه کې ورسره مرستې وکړي.