امريکايي ځواکونو د سوریې تېل بیا غلا کړي او د سوريايانو سخته غوسه يې راپارولې
CMG2022/11/23 11:45:34
شريکول:

   په سوريې کې د امريکا غير قانوني مېشتو ځواکونو پر ځایي وخت د نومبر په ۲۲مې نېټې د سوريې تېل بيا غلا کړي او د دغه هېواد د شمال ختیځې محمودي پولې لارې يې عراق کې خپلو پوځي اډو ته ليږدولي دي.

 راپورونه وايي، دا په روان نومبر کې د امريکايي ځواکونو څلورم ځل دی، چې د د سوریې تیل غلا کوي او بیا يې عراق کې خپلو پوځي اډو ته ليږدوي.

 د امريکايي ځواکونو غلاوو او بې ځايه کړنو د ځايي خلکو غوسه راپارولې او د دوی د ناوړو کړنو غندنه او له دغه هېواد يې د وتلو غوښتنه کړې ده.

 د سوريې د حساکه ولایت اوسیدونکی ترک رسنيو ته ويلي: (( ژمی را روان دی، خلک تیلو ته ډېره اړتیا لري، مونږ خپه او مجبور یوو،  یخني به زغمو او غاصبینو ته هم سخت غوسه یوو، ځکه دوی زمونږ سرچینې لوټ کوي.))