په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۳۵۲۲۹۱۰۱ ته رسېدلی
CMG2022/11/23 09:42:12
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۲۲مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۲مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۳۷ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۱۷۵ زره او ۴۶۹ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۳۵ ميليونه، ۲۲۹ زره او ۱۰۱ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۴۸۳ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي کسانو شمېر يې ۶ ميليونه، ۶۰۲ زره او ۵۵۲ ته رسېدلی دی.

(مينه)