شي جين پينګ د زلزلې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په پار له اندونيزيا سره خواخوږي وښوده
CMG2022/11/23 10:34:13
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۲ مه نېټه په اندونيزيا کې د زلزلې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په پار د دغه هېواد ولسمشر جوکو وډوډو ته د خواخوږۍ پیغام واستاوه.

شي جين پينګ په دې پيغام کې ويلي، په ډیرې خواشینۍ سره مې  خبر ترلاسه کړ چې په اندونیزيا کې زلزله شوې او خلکو ته یې دروند ځاني او مالي زيان اړولی دی.
ښاغلي شي جين پينګ دغه راز ويلي چې زه  د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د زلزلې د قربانيانو کورنيو ته تسليت وايم او ټپيانو ته عاجله شفا غواړم او باور لرم چې د ولسمشر جوکو وډوډو په مشرۍ حکومت به زلزله ځپلو ته پوره رسيدګي وکړي او وران شوي کورونه به بېرته آباد کړي