د چين د ټرانسپورټي او ترافيکي چارو وزارت د نومبر په ۲۲مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې دغه هېواد د ۲۰۲۲م کال په لسو مياشتو کې په کور دننه د سړکونو، بيړيو او پټليو په ټرانسپورټي او ترافيکي چارو کې ۲۴۶۶ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونه يوانه پانګونه کړې، چې دغه شمېر يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹.۵ سلنه زياتوالی ښيي.
د مالوماتو له مخې، چين د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې پر سړکونو ۲۳۳۶ ميليارډه او ۹۰۰ ميليونه يوانه پانګونه کړې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹.۶ سلنه زياتوالی ښيي، د سيندونو اړوندو چارو کې يې د پانګونې اندازه ۶۳ ميليارډو او ۴۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹.۲ سلنه زياتوالی او د سمندر پر غاړه د پانګونې اندازه يې ۶۵ ميليارډو او ۲۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸.۲ سلنه زياتوالی ښيي.
مالومات ښيي، چې د روان کال په تېرو لسو مياشتو کې د چين پر بندرونو د مالونو د لېږد رالېږد او د بېړيو له لارې د مالونو د لېږد رالېږد اندازه هم زياته شوې ده.
(مينه)