يونان: په سمندر کې يې څه د پاسه ۴۰۰ ناقانونه ګډوال ژغورلي
CMG2022/11/23 15:12:23
شريکول:

د يونان رسنيو د دغه هېواد د سمندري ترانسپورټ او ټاپوګانو پاليسۍ وزارت په قول ويلي، چې د دغه وزارت د پوليسو ژغورونکې ډلې د نومبر په ۲۱مې نېټې د کريټ ټاپو شاوخوا سمندري اوبو کې د يوې کښتۍ د ژغورلو هڅې کړي او شاوخوا ۴۰۰ ناقانونه کډوال يې ژغورلي دي.

راپورونه وايي، چې يوې کښتۍ د روانې مياشتې د ۲۱مې نېټې په شپه د يونان د کريټ ټاپو ژورو اوبو کې ۱۸ ميله لرې د مرستې زنګونه ووهل او د دغه هېواد سمندري پوليسو د يادې کښتۍ ژغورلو ته وردانګلي او لږ موده وروسته یې کريټ بندر ته رسولې ده.

د مالوماتو له مخې، په دغې کښتۍ کې ۵۰۰ ناقانونه کډوال سپاره وو.

 

(مينه)