چين: نړيواله ټولنه دې د ګيني په خليج کې د سمندري غلو پر ضد هر اړخيزې همکارۍ وکړي
CMG2022/11/23 11:52:54
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د نومبر په ٢٢مې نېټې د ګيني په خليج کې د سمندري غلو د مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوې غونډې کې وينا کړې او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د ګیني په خلیج کې له سمندري غلو سره د ګډې مبارزې لپاره همغږي او پياوړو همکاريو ته دوام ورکړي.  

ګنګ شوانګ ويلي، چې نړيواله ټولنه دې د ګيني په خليج کې د سمندري امنيت د ساتلو په پار همغږي او سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي.

نوموړي ويلي، د يو هېواد له لوري د سمندري غلو پر وړاندې مبارزه د خپل ملي حاکمیت، کورني قانون جوړونې، امنیت او قانون پلي کولو او نورو داخلي چارو پورې تړاو لري.

هغه زياته کړې، چې نړیواله ټولنه دې د اړوندو هیوادونو حاکمیت ته د درناوي په اساس، د اړوندو خواوو ملاتړ وکړي، ترڅو دغه هيوادونه د یاوندي (Yaounde) عملیاتي مقررات په بشپړه توګه پلي کړي او  له سمندري غلو سره د مبارزې توان او موثریت لوړ کړي او  په عین وخت کې له سهیل سیمې څخه ګیني خلیج ته د ترهګریزو ځواکونو د خپرېدو مخه ونيسي.