چين: د جنوبي اسيا له ټولو هېوادونو سره په ګډه پرمختګ کوي
CMG2022/11/23 15:02:04
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وياند جاو لي جيان د نومبر په ۲۲مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې چين به د جنوبي اسيا له ټولو هېوادونو سره د ګډ پرمختګ او انکشاف لپاره د يو کمربند او يوې لارې د لوړ کيفيت پر جوړولو کار وکړي او د نړيوال پرمختګ او امنيت وړانديزونه به پلي کړي.

د چين او جنوبي اسيا شپږم نندارتون  د روانې مياشتې له ۱۹مې تر ۲۲مې نېټې پورې د دغه هېواد د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې په انلاین او حضوري ډول تر سره شو.

 د چين د بهرنيو چارو وياند جاو لي جيان دغه نندارتون د چين او د جنوبي اسيا هېوادونو تر منځ د څو اړخيزې ډيپلوماسۍ، اقتصادي او سوداګريزو همکاريو او د وګړيو د کلتوري تبادلې لپاره يو مهم پلاټفورم بللی دی.

د چين او جنوبي اسيا شپږم نندارتون ”نوي فرصتونه شريکوو او په ګډه نوي پرمختګونه کوو“ په عنوان ترسره شوی دی.

په دغه نندارتون کې د نړۍ د ۸۰ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو استازو، شاوخوا ۳۰ کورنيو دولتي ادارو او د نړۍ له ۵۰۰ مخکښو تصديو څخه ۶۴ يې پکې ګډون کړی و.

د مالوماتو له مخې، په ياد سږني نندارتون کې د تړونونو عمومي ارزښت له ۴۰۰ ميليارډو يوانو څخه پورته ښودل شوی دی.