د چین د پرمختګ مخنیوی د امریکا پروړاندې شته ننګونې نشي لرې کولای
CMG2022/11/23 10:45:12
شريکول:


د چین د دولت رئیس شي جين پينګ او د امریکا ولسمشر جوبایډن د نومبر په ۱۴مه نېټه د اندونیزیا په بالي ټاپو کې سره وکتل. بایډن د سړې جګړې د نه لټولو، له چین سره د شخړې د نه کولو او د چین د پرمختګ پروړاندې د خنډونو نه جوړولو په اړه ژمنې وکړې.

خو عجیبه دا چې د بایډن له ژمنو یوازې یوه ورځ وروسته، د امریکا د کانګرېس، د امریکې او چین د اقتصاد او امنیت د څارنې کمېټې د کلني راپور په خپرولو سره له بایډن حکومت څخه وغوښتل چې په ۹۰ ورځو کې د چین د سوداګریزو عملیاتو پوره ارزونه وکړي، که بېجینګ کومه کړې ژمنه نه وي عملي کړې، نو کانګرېس باید سمدلاسه د عادي سوداګریز همکار په توګه د چین هویت لغوه کړي. بله خوا، د دغه هېواد د ولسي جرګې جمهوریت غوښتونکي غړي مایکل ویلي، چې دی به د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمېټې د رئیس په توګه تر لوړې وروسته لومړی د چین د سمسورتیا پروړاندې مقابله وکړي او حساسو ټکنالوژيو ته د چین د لاس رسي مخنیوی به وکړي.

په داسې حال کې ده چې د چین او امریکې مشرانو ګډې موافقه کړې او ويلي يې دي چې احتمال شته د دواړو هېوادونو اړیکې ښې شي، د امریکې په داخل کې له دغو شعارونو ښکاري، چې د چین او امریکا د اړیکو د ښه کېدو پروړاندې ډېر خنډونه موجود دي.

که امریکا د عادي سوداګریز همکار په توګه د چین هویت لغوه کړي، نتیجه به څه وي؟ امریکې ته به د چین د صادراتي توکو ګمرکي تعرفې ډېرې لوړې شي. په دې سره به د امریکې او چین ترمنځ د ګمرکي تعرفو او سوداګرۍ جګړه بیا پيل شي. خو مخکې ثابته شوې چې دغه جګړه ناکامه ده. د رویټرز د خبر له مخې، له چین څخه د وارداتي توکو تعرفو لوړېدو پر امریکا هم ډېره منفي اغېزه کړې ده.  امریکې د سوداګرۍ وزارت معلومات ښيي، چې له چین سره د تعرفې او سوداګرۍ جګړې له امله، امریکايي تصدیو ته ۱۷۰۰ میلیارډ ډالره زیان رسېدلی او نږدې ۲۵۰ زره کاري فرصتونه یې له لاسه ورکړي دي.

امریکې بله خوا د لوړې تکنالوژۍ په برخه کې د چین پروړاندې خنډونه جوړوي او له چین سره مقابله کوي. دوی په ۲۰۱۹م کال کې (microchip) د میکروچپ قانون په خپرولو سره د امریکې او نورو هېوادونو پر شرکتونو فشارونه راوړي چې چین ته اړوند تولیدات صادر نه کړي. خو په نتیجه کې يې بازاري نظام ویجاړ شوی او اړوندو تصدیو ته ډېر زیانونه رسېدلي دي.

د (The Boston Consulting Group) بوسټن مشورتي ګروپ د څېړنې له مخې، د میګروچپ قانون له امله، د عرضې ځنځیر موثریت ټیټ شوی. که د امریکې اړوند شرکتونه د چین بازار بیخي له لاسه ورکړي، نو په ګردې نړۍ کې به يې ۱۸ سلنه بازاري برخه  او ۳۷ سلنه عایدات له لاسه ورکړي.

د امریکې د کانګرس د بودیجې دفتر د وړاندوینې له مخې، که د میکروچپ قانون په کلکه پلې شي، نو په راتلونکو لسو کلونو کې ښايي د امریکې مالي کسر ۷۹ میلیارډه ډالره زیات شي او د پیسو پړسوب یا  انفلاسیون به لا سخت وي.

د چین په ۵م نړیوال وارداتي نندارتون کې چې تازه پای ته رسېدلی، د انټرنټ، Texas Instruments ټیکزس انسترومنس په شمول ډېرو مشهورو تخنیکي شرکتونو په دغه نندارتون کې خپل تکنالوژيکي تولیدات نندارچیانو ته وړاندې کړل.

بله خوا، چین د امریکې د فشارونو پر وړاندې هم د میکروچپ د څېړنې او تولید په برخه کې تر وسې پورې کوښښونه کوي.

یو لړ واقیعتونو تائید کړې چې پر چین د امریکې ځپلونکي عملیات بیخي ناکام شوي، نو ولې د امریکې ځینو سیاستوالو بیا د چین د پرمختګ د مخنیوي لمسوونکې خبرې کړې؟ د شنونکو په اند، له دې څخه ښکاري، چې امریکا تل چین خپل سیال بللی.

اوس د امریکې پر وړاندې د پیسو انفلاسیون د لوړېدو، د نژادي تبعیض د سختېدو، د نړیوالې اغېزې د کمېدو په شمول یو لړ ننګونې شتون لري. خو له دغو ننګونو څخه هېڅ سرچینه په چین پورې اړه نه لري. نو د چین د پرمختګ مخنیوی د امریکې د  ستونزو په لرې کولو کې هېڅ رول نه لوبوي.

د چین او امریکا مشرانو په تازه ملاقات کې یو لړ توافقونه کړي، لکه رئیس شي جين پینګ چې ویلي، اوس د دواړو هېوادونو ګډې ګټې د پخوا په نسبت نور زیاتې شوې. هیله ده، چې د امریکا ټول هېواد به د جوبایډن ژمنې پوره کړي او له چین سره د ګډ ژوند مناسبه لار به ولټوي.