د ايران د اټومي انرژۍ سازمان د نومبر په ٢٢مه نېټه اعلان کړی، چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ شورا د وروستي پريکړه ليک په ځواب کې يې د ۶۰ سلنې په کچې د یورانیمو د غني کولو چارې پراخې کړې دي.
د ایران اټومي انرژۍ سازمان پرخپلې ویبپاڼې يوه اعلاميه خپره کړې او ويلي يې دي، چې په لومړي ځل يې دفردو په اټومي تاسیساتو کې د ۶۰ سلنې په کچې د یورانیمو په غني کولو پيل کړی دی.
اعلاميه وايي، ايران د فورډو اټومي تاسیساتو د زاړه (centrifuge)سنټرفیوج پر ځای د ايي ارـ۶ ( IR-6) پرمختللی سنټرفیوج ځای پر ځای کړی، چې د يورانيمو د غني کولو اندازه به تر بريده زياته کړي.