د امريکا د ولسمشر جو بایډن مرستيالې کملا هاريس د نومبر په ۲۲مې نېټې د چين جنوبي سمندر په څنډې کې له پالاوان ټاپو څخه ليدنه کړې او فليپين ته يې د امريکا د ملاتړ پيغام ورکړی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د روانې مياشتې په ۲۲مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې چين د امريکا او فليپين د عادي اړيکو او نظر تبادلې سره مخالفت نه لري، خو د نورو هېوادونو ګټو ته بايد زيانونه و نه رسوي.
نوموړي زياته کړې، چې د هېوادونو ترمنځ نظر تبادلې او همکارۍ باید د نورو هيوادونو ګټې زيانمې نه کړي، بلکې داسې یې باید وکاروي، چې د سيمه ييزو هېوادونو تر منځ د متقابل تفاهم او باور د پياوړتيا، د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو په برخو کې مرسته وکړای شي.
(مينه)