د چين او جنوبي اسیا شپږم نندارتون
CMG2022/11/23 16:45:26
شريکول:

د چين او جنوبي اسیا شپږم نندارتون د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې د نومبر په ۱۹مې نېټې پېل او په ۲۲مې نېټې پای ته ورسيد.

 په دغه نندارتون کې د افغانستان په شمول د اتياوو هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو استازو او ميلمنو ګ‌ډون کړی و.

 د چين او جنوبي اسيا سږنی نندارتون ”نوي فرصتونه شريکوو او په ګډه نوي پرمختګونه مومو“ په عنوان په انلاين او حضوري ډول ترسره شوی دی.

دغه نندارتون په مختلفو برخو کې نړيوال تګ راتګ ته ډګر برابر کړی او د بېلا بېلو خواوو تر منځ د لا پراخو همکاريو هڅونه يې کړې ده.

په دغه نندارتون کې ديارلس نندارځي جوړ او د مختلفو هېوادونو توليدات پکې نندارې ته وړاندې شوي وو.

افغانستان هم په دغه نندارتون کې خپل نندارځی درلود او غالۍ يې پکې نندارې ته وړاندې کړې وې او ډېر مشتريان يې راجلب کړي وو.