تهران: ايران او امريکا د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون د بيا تطبيق په مذاکراتو کې پر ۳ ټکو توپيرونه لري
CMG2022/11/24 10:38:53
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د نومبر په ۲۳مه نېټه ويلي، چې ايران او امریکا د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون د بيا تطبيق په مذاکراتو کې پر درېو مسئلو توپيرونه لري.

عبداللهيان په همدې ورځ په يوې مطبوعاتي غونډې کې د ايران او امریکا د اټومي تړون په خبرو اترو کې‌ درې توپيرونه په ډاګه کړي دي.

نوموړي ويلي، چې لومړی باید د ايران او د اټومي‌ انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ ترمنځ‌ پاتې مسئلې حل شي.  دوهم، ايران ته بايد اقتصادي تضمین ورکړل شي، څو بهرنۍ تصدۍ ډاډمنې شي، چې په دغه هېواد کې پانګونې وکړي او درېيم ټکی یې د لوېديځو هيوادونو بنديزونه ياد کړي، چې درېيم لوري ته يې بايد ونه غځوي.

عبداللهيان ويلي، اروپا اوس د يادو توپيرونو د حل لپاره د ايران او امریکا ترمنځ‌ د مشورو او خبرو هڅې کوي.

ايران او امريکا لا هم د درېيمې خوا يا منځګړي له لارې مالوماتي تبادلې لري، خو د عبداللهيان په وينا امريکا د معلوماتو په تبادلې کې یو دريځ نه لري، بلکې څو څو ځلې له خپلو خبرو او ژمنو په شا شوې، نو ځکه د ايران باور هم ورو ورو پرې کمېږي.