قطر د فوټبال مينه والو لپاره اسانتياوې برابرې کړي
CMG2022/11/24 16:49:18
شريکول:

قطر د فوټبال د نړيوال جام په تاريخ کې تر ټولو کوچنی کوربه هېواد دی.

 د قطر پراخوالی ۱۱۵۰۰۰ متره مربع او نفوس یې شاوخوا درې ميليونه ښودل شوی دی.

اټکل کيږي، چې قطر به د فوټبال د سږني نړيوال جام په درشل کې د څه باندې يو ميليون او دوه لکو سيلانيانو او د فوټبال مينه والو کوربتوب وکړي او ښايي دا د دې هېواد د ټرانسپورټ، هوټلونو او سپورټي ميدانونو پر وړاندې ډېرې ستونزې هم راپورته کړي.

قطري چارواکو بیا ډاډ ورکړی، چې د هر ډول ستونزو د مخنيوي توان لري.