چین: له امریکا سره د فرهنګي تبادلو او خلکو د تګ راتګ پياوړتیا لپاره ګډو هڅو ته چمتو یوو
CMG2022/11/24 18:30:00
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲۴ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د چین او امريکا ترمنځ د خلکو تګ راتګ او فرهنګي تبادله ډېره مهمه ده او باید په بېلا بېلو کچو تګ راتګ وهڅول شي او د دواړو هېوادونو مشران د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د ملاقاتو پر مهال د همدې موضوع په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چين او امريکا د عامه چارو ټولنې او د امريکا د پينګ پنګ ټولنې په نيويارک کې چين ته د امريکا د پينګ پنګ ملي لوبډلې د ۱۹۷۱م کال د سفر د ۵۰ مې کليزې لمانځغونډه ترسره کړه او په دغه هېواد کې د چین لوی سفير چين ګانګ د يوتاح ایالت له یوه ښوونځي څخه لیدنه وکړه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ په دې اړه زياته کړه، د چين او امريکا تاريخ، کلتور، ټولنيز نظام او د پرمختګ لار يو له بل سره توپيرونه لري، خو دغه توپيرونه دې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل اعتماد او دوستۍ پروړاندې خنډونه ونه ګرځي. چين غواړي چې له امريکا سره يوځای د دواړو هېوادونو د مشرانو شوې موافقې په ښه توګه پلې کړي او د خلکو تګ راتګ او فرهنګي تبادله پياوړې کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره ټينګ بنسټ جوړ کړي.