د بريتانيې ستره محکمه: سکاټلنډ بې اجازې د خپلواکۍ ټولپوښتنه نه شي تر سره کولی
CMG2022/11/24 15:12:07
شريکول:

د بريتانيې سترې محکمې د نومبر په ۲۳مې نېټې  ويلي، سکاټلنډ نشي کولی، چې د دې هيواد د حکومت له اجازې پرته د خپلواکۍ ټولپوښتنه تر سره کړي.

د بريتانيې سترې محکمې يو پرېکړه ليک خپور کړی، چې له مخې يې د سکاټلنډ پارلمان دا واک نلري، چې د خپلواکۍ په اړه د ټولپوښتنې قانون جوړ کړي.

د بريتانيې لومړي وزير ريشي سوناک د نومبر په ۲۳مې نېټې د سترې محکمې دياد پرېکړه ليک هرکلی څرګند کړی دی.

د سکاټلنډ د سيمه ييز حکومت لومړي وزيرې نيکولا ستورګين بيا ويلي، چې هغه د بريتانيې د سترې محکمې يادې پرېکړې سخته مایوسه کړې، خو درناوی یې کوي.