اردوغان: ترکیه به په سوریه کې د کرد وسله والو پر خلاف ځمکني عملیات پیل کړي
CMG2022/11/24 11:06:45
شريکول:

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د نومبر په ۲۳مه نېټه ويلي، چې ترکي ځواکونه به په مناسب وخت کې د سوريې په شمال کې د کرد وسله والو ))د خلکو ساتونکو ځواکونو)) پر ضد ځمکني پوځي عمليات پيل کړي او د ترکيې جنوبي سرحد ته نژدې د سوريې په شمال کې به يوه امنيتي سيمه جوړه کړي.

اردوغان په همدې ورځ د واکمن عدالت او پراختیا ګوند د پارلماني ډلې په غونډه کې د کرد وسله والو پر ضد د ترکي ځواکونو د الوتکو، توپخانو او بې پیلوټه الوتکو پخواني بریدونه یوازې پیل بللی او ويلي يې دي، چې ځواکونه به یې ګام په ګام د سوریې په شمال کې له تل رفعت او منبج څخه تر عین العرب پورې ميشت کرد وسله وال له منځه یوسي.

د ترکيې دفاع وزير هلوسي اکار د روانې مياشتې په ٢٣مې نېټې په پلازمېنه انقره کې وويل، چې ترکي ځواکونو په وروستيو هوايي بريدونو کې په عراق او سوريې کې د کرد د کارګرو ګوند او د کرد وسله والو ))د خلکو ساتونکو ځواکونو)) ۲۵۴ غړي وژلي دي.

(ژباړه: شکريه)