په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۳۵ میليونه، ۷۰۹ زره او ۱۵۸ ته رسېدلی
CMG2022/11/24 09:54:19
شريکول:

روغتيا نړیوال سازمان د نومبر په ۲۳مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۳مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۳۹ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېرې په پرتله ۳۰۰ زره او ۴۹۸ زياتوالی ښیي او عمومي شمېر يې ۶۳۵ میليونه،۷۰۹ زره او ۱۵۸ ته رسېدلی دی.

د معلوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۷۳۸ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ میليونه، ۶۰۳ زره او ۸۰۳ ته رسېدلی دی.