د چين د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو او د امريکا د سوداګرۍ استازې کاتحيرين تای تېره جمعه سره وکتل. د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو يو تينګ د نومبر په ۲۴ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د دغو ملاقاتو په اړه معلومات ورکړل.
شو يو تينګ وويل، دا ملاقات د چين او امريکا د مشرانو له وروستي ملاقات وروسته وشول او د دواړو هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ مسئولينو پکې مخامخ خبرې وکړې.
شو يو تينګ دغه خبرې صادقانه، مسلکي او رغنده بللي او ويلي يې دي چې دواړو خواوو د چين او امريکا ترمنځ پر یو اړ اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو او څو اړخيزو او سيمه ييزو اقتصادي همکاريو بحث وکړ.
شو يو تينګ وويل، د چين د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو په دې ملاقاتو کې وړانديز کړی، چې دواړه هېوادونه دې يو د بل درناوی وکړي او د متقابل اعتماد پر اساس دې د ستونزو حللاره پيدا کړي. نوموړي همدارنګه پر دې ټينګار کړی، چې چين به د چيني شکله عصري کېدو پر بهير او ورخلاصون ټينګار وکړي او غواړي چې له امريکا سره خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ بېرته د سالم او ثابت پرمختګ مدار ته وګرځوي.