د امريکا د ويرجينيا ايالت د چيسپيک ښار پوليسو د نومبر په ٢٣مه رسنيو ته ويلي، چې د دغه ښار په يو سوپرمارکېټ کې د ډزو پېښه شوې، چې له امله یې ۶ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
راپورونه وايي، چې ياده پېښه د نومبر د ۲۲مې نېټې د شپې په ۱۰ بجو او ۱۲ دقیقو شوې او د چيسپيک ښار پولیس له اطلاع وروسته سیمې ته رسیدلي او د پېښې په تړاو يې پلټنې پېل کړې دي.
پولیس او عیني شاهدان وايي، چې بريدګر له پېښې وروسته خپل ځان د تومانچې په ډزو وژلی دی.
امريکايي رسنۍ وايي، چې ياد بریدګر د دغه سوپر مارکېټ د شپې منيجر په حيث دنده ترسره کوله، خو تر اوسه یې د جرم انګېزه نه ده څرګنده او په اړه یې پلټنې روانې دي.
د امریکا د ټوپک تاوتريخوالي آرشیف " " پر خپلې ویبپاڼې تازه مالومات خپاره کړي، چې له مخې يې روان کال په دغه هېواد کې د ډزو ۶۰۷ پېښې شوي، چې له امله یې ۴۰ زره کسان وژل شوي او په هرې پېښې کې په اوسط ډول ۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
(ژباړه: شکريه)