انتوني فاوسي امريکايانو ته، د کرونا ضد نوی بوسټر واکسین تزریق کړئ
CMG2022/11/24 11:05:06
شريکول:

د امريکا د الرجۍ او ساري ناروغیو د وقايې ملي انسټیټیوټ رییس انتوني فاوسي د نومبر په ۲۲مې نیټې په سپینې ماڼۍ کې یوه خبري کنفرانس ته ويلي، چې امريکايان باید د کرونا ضد نوی بوسټر واکسین تزریق کړي.

نوموړي ويلي، وروستۍ کلینیکي ډېټا ښیي، چې نوی پرمختللی بوسټر واکسين په مؤثره توګه د اوميکرون د فرعي ډولونو ((BA.4 او BA.5)) پر وړاندې مقاومت کولی او د خلکو روغتيا ساتلی شي.

انتوني فاوسي د نوي واکسين په تړاو يادې څرګندونې په همدې ورځ د خپل ماموريت د پای يا خدای پامانۍ مراسمو کې کړې دي.

د ساري ناروغیو ياد نامتو متخصص ويلي، چې دا ممکن امريکايانو ته له دې سټېج د هغه وروستی پيغام وي او له ټولو يې هيله کړې، چې د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې د ساتنې په پار د کرونا نوی بوسټر واکسين تزریق کړي.

(ژباړه: شکريه)