د چين او کانګو مشرانو يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل
CMG2022/11/24 15:33:23
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د کانګو ولسمشر فليکس شيسيکيډي د نومبر په ۲۴ مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو د ۵۰ مې کليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، د چين او کانګو خپلمنځي اړيکو له نيمې پېړۍ راهيسې سالم او ثابت پرمختګ کړی او د دواړو هېوادونو لرغونې دوستي نوره هم ژوره شوې ده.

نوموړي ويلي، چې دواړو هيوادونو پدې وروستيو کلونو کې د ګډو ګټو پر اساس همکاريزې ستراتېژيکې اړيکې ټينګې کړي او د واقعي همکاريو ډېرې لاسته راوړنې لري او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې زياتې ګټې رسېدلې دي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې هغه له کانګو سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له ولسمشر فليکس شيسيکيډي سره يو ځای د دواړو هېوادونو د اړيکو د عادي کېدو ۵۰ مه کليزه يو ګټور فرصت وبولي او متقابل سياسي باور او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې همکارۍ تقويه کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د نوي پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

فليکس شيسيکيډي په خپل پيغام کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه د شي جين پینګ د بيا ټاکل کېدو په پار هغه ته مبارکي  ويلې ده.

نوموړي ويلي، چې د کانګو او چين اړيکو له نيمې پېړۍ راهيسې مسلسل او ښه پرمختګ کړی او هغه به د دواړو هېوادونو د لرغونې دوستۍ د پیاوړتيا او د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د نوي پرخختګ لپاره هڅې وکړي او خلکو ته به ګټې ورسوي.