د هالنډ محکمه: حکومت باید د هالنډي ځواکونو په بريد کې زيانمنو افغان وګړو ته تاوان ورکړي
CMG2022/11/24 14:51:16
شريکول:

هالنډي ځواکونو په ۲۰۰۷م کال کې په يوه هوايي بريد کې په تېروتنې شل افغانان ووژل او څو نور يې ټپيان کړل.

د هالنډ په هاګ کې يوې محکمې د نومبر په ۲۳ مه نېټه حکم کړی، چې د دغه هېواد حکومت باید د هغه بريد ټپيانو او د قربانيانو کورنيو ته تاوان ورکړي.

هالنډي ځواکونو د ۲۰۰۷م کال په جون کې د افغانستان د ارزګان په چورې دره کې له طالب جنګياليو سره سخته جګړه کړې وه او وروسته د همدې مياشتې په ۱۶ مه نېټه يې د يوه کور انګړ ته لږ تر لږه ۷ بمونه غورځولي وو، چې له امله يې ۲۰ افغان ملکيان ووژل شول.

څلورو هغو افغانانو، چې له ياد بريد څخه روغ وتلي وو، په هاګ کې يوې محکمې ته پر هالنډي ځواکونو عریضه کړې وه.

د هالنډ دفاع وزارت دغې عريضې ته په غبرګون کې ويلي، چې ځواکونو يې د افغانستان د ارزګان په چورې درې کې همدغه انګړ ځکه په نښه کړی و، چې هغه مهال پکې طالب جنګيالي پټ وو او ددوی پر ځواکونو يې بريدونه کول.

د هالنډ محکمې په خپل حکم کې ويلي، چې هالنډي ځواکونو د طالب جنګياليو له بريد ۱۲ ساعته وړاندې پر ياد انګړ برید کړی و او د دغه هېواد د دفاع وزارت ياده ادعا یې بې بنسټه او له حقیقته لرې بللې ده. 

محکمې ويلي، چې هالنډي ځواکونو په دغه بريد کې له نړيوال بشري قانون څخه سرغړونه کړې او د هالنډ حکومت ته يې حکم کړی، چې د دې بريد د قربانيانو کورنيو او نورو زيانمنو افغان ملکيانو ته تاوان ورکړي.