ګنګ شوانګ: چين به د ترهګرۍ ضد نړيوالو همکاريو ته دوام ورکړي
CMG2022/11/24 11:12:49
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د نومبر په ۲۳مې نېټې ويلي، چې هېواد به یې د امنيت شورا د ۱۲۶۷مې کميټې، له ترهګرۍ سره د مبارزې کميټې او د ۱۵۴۰مې کميټې په کارونو کې فعال او پر له پسې ګډون ولري، د تروریزم ضد نړیوالو همکاريو ته به وده ورکړي، د اټومي وسلو د نه خپرېدو نړيوال سیسټم به بشپړ کړي او د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره به نوي خدمتونه وکړي.

 امنیت شورا په همدې ورځ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او اړوندو ادارو د چارو په اړه ګډه ناسته ترسره کړې او په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ پکې د يادو ۳ واړو کمېټو د مشرانو د ويناوو د لنډيز په هکله وينا کړې او د خپل هېواد دريځونه يې څرګند کړي دي.

ګنګ شوانګ د امنيت شورا ۱۲۶۷مه کمېټه د تروريزم ضد بنديزونو په اړه د ملګرو ملتونو يو مهم ميکانيزم بللی او ويلي يې دي، چې د يادې کمېټې څارنډله د ترهګرۍ ګواښونه له نژدې څاري.

نوموړي د امنيت شورا ۱۲۶۷مه کمېټه ستایلې، چې په راپور کې يې د خپلو چارو مهمې مرجعې وړاندې کړي او د ترهګرۍ ضد نړيوالو همکاريو لپاره يې مهم ملاتړ برابر کړی دی.

کنګ شوانګ زياته کړې، چې چين د بنديزونو د لګولو، معاف کولو او ليرې کولو په اړه د يادې کميټې کارونو ته ډېر اهميت ورکوي او باور يې ښودلی، چې دغه کمېټه خپلې چارې د کلکو واقعيتونو او پراخې اجماع پر بنسټ مخ ته وړي او د بنديزونو د ميکانيزم واک او اغېزمنتيا ساتي.

نوموړي د کمېټې غړيو ته وړانديز کړی، چې د محرمیت اصول مراعات کړي او د داخلي معلوماتو له افشا کولو او د کمېټې په کارونو کې له بېځايه مداخلې ډډه وکړي.

(ژباړه: شکريه)